تاریخ انتشار: ۰۸:۴۹ ۱۳۹۴/۶/۳۰ | کد خبر: 102780 | منبع: | پرینت |
بسم الله الرحمن الرحیم
جناب صلاح الدین ربانی وزیر خارجه جمهوری اسلامی افغانستان، اعضای خانواده استاد شهید، رهبران جهادی، رهبران ملی، خواهران و برادران عزیز!
بگذارید سخن ام را با اتحاف دعا به روح والای شهید صلح افغانستان، استاد برهان الدین ربانی، آغاز، و برای ایشان آرامش ابدی در فردوس برین را آرزو کنم.
استاد شهید ربانی از چهره های نامدار تاریخ کنونی ما است که نام و یادش در عرصه های مختلف زندگی ملت ما درخشش جاودانه دارد و جاودانه خواهد ماند. ایشان چهرهای پیشتاز و موفق در عرصه های دانش، جهاد، سیاست، روابط اجتماعی، و روابط بین المللی بودند.
دوران جوانی استاد ربانی در محیط های علمی سپری گردید، هم در افغانستان و هم در خارج کشور، خصوصا ایام پربار تحصیلی ایشان در مرکز علمی جهان اسلام، دانشگاه الازهر مصر، جایی که افکار بزرگمرد شرق، سید جمال الدین افغان تاثیر احیاگر خود را گذاشته بود.
در سال های تدریس در دانشگاه کابل، شمار زیادی از جوانان کشور ما از دانش و بینش ایشان مستفید شدند و در پرتو تراوش های قلمی ایشان با رسالت دینی و ملی خود آشنا گردیدند.
با شروع جهاد آزادی بخش در مقابل شوروی سابق، استاد ربانی شهید از کسانی بود که در مقام رهبری مجاهدان وارد عمل شد، و با موضع گیری های معتدل کوشید نقطه وصلی میان طیف وسیعی از مجاهدان باشد. ایشان هم در دوران جهاد و هم در دوران حاکمیت مجاهدان تلاش کردند تا وسیع ترین ارتباط با اقشار و اقوام مختلف کشور را برقرار کنند. او کسی بود که از شرق تا غرب افغانستان و از شمال تا جنوب در میان مجاهدان و سران و بزرگان اقوام روابط حسنه برقرار کرده بود و خود به حیث چهره های ملی، عالم و موی سفیدِ کشور مورد احترام همه قرار داشت.
استاد برهان الدین رباني د افغانستان د اوسني نظام یو بنسټګر دی. ده د قدرت د سوله ییز انتقال په ذریعه د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی باب پرانیست. استاد رباني د دوراندیشه سیاستمدار په حیث په دې نظر و چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټولو ته دې دا فرصت برابر شي چې د هیواد په برخلیک او اداره کې شریک واوسي. ده په عمل کې ثابته کړه چې د ولس رایې او نظر ته احترام لري. ده نه یوازې د اساسي قانون د لویې جرګې د غړي په توګه د اوسني اساسي قانون په جوړولو کې خپل تاریخي نقش ادا کړ، بلکې په ولسي جرګه کې یې د خلکو د نماینده په توګه کوښښ وکړ چې هیواد په مختلفو ساحو کې قوانین ولري او د هیواد چارې قانونمندې شي.
د اسلام د سولې، عدالت او اخوت له روحیې سره د استاد رباني عمیقه اشنایي ، د ده وسیع سیاسي تجربه او متواضع شخصیت د دې سبب شو چې د سولې د بهیر مشري ور وسپارل شي. ده د سولې د عالي شورا د ریاست په دوره کې د سیمې هیوادونو ته څو ځله سفرونه وکړل او د هیواد په داخل کې یې د مختلفو اقشارو له نماینده ګانو سره وکتل چې په افغانستان کې د خونریزي د بس کیدو او د سولې د راتلو لارې چارې پیدا شي.
استاد رباني په دې پوهیده چې د افغانستان مشکلات د جنګ له لارې نه حل کیږي او جنګ یوازې د هغو کسانو په ګټه دی چې د افغانستان د خلکو بې خیري او تباهي غواړي. دی په دې پوهیده چې د افغانستان مخالفان د افغانانو تر منځ تفرقه اچوي او بدګومانۍ پیدا کوي. ځکه یې نو د سولې د کاروان مشري تر بل هر کار مهمه وبلله او د ټولو جهتونو د را یوځای کولو کوښښونه یې وکړل. دی د سولې او اخوت په پاکه لار کې تر آخري حده پورې یعنې د شهادت تر سرحده پورې مخ ته لاړ او د سولې شهید شو.
په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان دښمنانو زموږ په سلګونو دیني عالمان، سیاسي شخصیتونه او قومي مشران ترور کړل. یوازې په همدې وروستیو اونیو کې د داعش خونکارې ډلې د افغانستان د مختلفو ولایتونو په کلیو کې ګڼ قومي مشران او اجتماعي مصلحین شهیدان کړي دي. د افغانستان مخالفان او ظالمان ګومان کوي چې که د ولس مشران او د خیر کسان ترور شي نو خلک به وویریږي او ظلم او ناروا ته به غاړه کیږدي. ګمراهان دا ګومان هم کوي چې که ترور، خونریزي او ناامني ته ادامه ورکړي نو افغانان به په خپل وطن کې د سولې، ثبات ، ترقي او نیکمرغي له راتلو مایوس شي او د خپل وطن له ابادولو او په خپل هیواد کې له زحمت ایستلو به لاس واخلي. خو لکه څنګه چې تاریخ ثابته کړې ده، افغانستان به د خپلو غرونو غوندې مضبوط او افغانان به د خپلو نیکونو غوندې ازاد پاتې وي.
دوستان عزیز، در کشوری که جنگ هر روز عزیزترین کسان ما را میگیرد، تامین صلح قیمت بزرگی از ما می خواهد. پیامی که از خون چنین شهیدانی به ما می رسد این است که برای آبادی و آرامی این وطن باید بر اختلاف ها پایان بگذاریم، یک دل و یک صدا برای گسترش صلح و آشتی در کشور خود تلاش نماییم و نام و یاد کسانی را که در کنار مردم خود زیسته و دردها و رنج های شان را با تمام وجود احساس کرده اند، همیشه جاودانه داشته باشیم.
در پایان، یک بار دیگر، به روح پرفتوح استاد شهید ربانی و سایر شهدای افتخار آفرین این کشور دعا نموده و از بارگاه رب العزت برای شان منزلت برین می طلب ام.
پاینده باد افغانستان
تل دی وی افغانستان
>>> به لحاظ خداوند دروغ نگوييد شرم است برايت كه واقعيت افتاب واري روشن هست شما و كرزي بخاطر منافع شخصي دروغ وَلَهْو لعب مي گوييد ازهمين مردم نمي شرميد ازخداوند وند نمي شرميد بدترين انسان نزد خداوند دروغگو وفريبكار هست افسوس به خال اين ملت كه غني وكرزي اين جاسوسان CIA بالايش حكومت ميكند كه فقط گف زدن شرم آور وخجالت كننده چيزي ياد ندارد
جانان ازلوگر
مهلت ارسال نظر برای این مطلب تمام شده است